لنډیکوتل کې غربت زیات شوې، ماشومان زده کوونکي وس په بازار کې مزدوري کوي

0
102

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خېبر په هیډکوارټر تحصیل لنډی کوتل کې غربت او بې روزګارۍ د زياتېدو له وجې زياتره زده کوونکو ماشومانو سکول پريښودو او سختو کارونو ته ی مخه کړې ده چې د خپل خاندان لپاره د آمدن وسیله جوړه شي.

د تفصیلاتو ترمخه په لنډي کوتل کې د غربت او بې روزګارۍ له وجې زیاتره ماشومانو سکولونه پرېښودي دي او سختو کارونو ته اړ شوي دي.
ځایی رسنیو سره په خبرو کې ماشومانو شکایت کړې چې والدین یې بې روزګاره شوي، د ماشومانو وینا ده چې د سکولونو فیسونه او لګښتونه یې له وسه وتلي دي او له دې مجبوریت دوی ښوونځي پریښي دي او په بازار کې ی مزدوري کول پیل کړي دي چې د خپل خاندان او مور پلار لپاره روزي وګټي.

Leave a reply