بریتانیا بهر ته د تلونکو افغانانو په اړه د ا.ا د وضاحت هرکلی کړی

په کابل کې د بریتانیا سفارت سرپرست بهر ته د افغانانو د تګ په اړه د ا.ا د وضاحت هرکلی کړی دی. هوګو شورتز ویلي، دی هیله لري چې ا.ا بهر ته پر تلونکو افغانانو کوم بندیز ونه لګوي او دغه راز ښځې هم له کوم محدودیت پرته بهر ته سفرونه وکړای شي.
(2022/ 3 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په کابل کې د بریتانیا سفارت سرپرست بهر ته د افغانانو د تګ په اړه د ا.ا د وضاحت هرکلی کړی دی. هوګو شورتز ویلي، دی هیله لري چې ا.ا بهر ته پر تلونکو افغانانو کوم بندیز ونه لګوي او دغه راز ښځې هم له کوم محدودیت پرته بهر ته سفرونه وکړای شي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې یو شمېر رسنیو د ا.ا د مرکزي ویاند له قوله راپورونه ورکړل چې ا.ا افغانانو ته له عذر پرته بهر ته د تلو اجازه نه ورکوي خو تر یو شمېر غبرګونونو وروسته یې بېرته خپله خبره اصلاح کړه او زیاته یې کړه چې د ده د خبرې مطلب دا و چې افغانان له اسنادو پرته او په غیر قانوني لارو بهر ته د تګ اجازه نه لري.