د نړۍ لپاره څوک غټ خطر دی؟

0
187

د نړۍ لپاره څوک غټ خطر دی؟

د چین د سفارت سند روښانه کوي چه د ٢٤٨ نظامی مناقشاتو څخه ، چه د ١٩٤٥ زیږدیز کال څخه تر ٢٠٠١ زیږدیز کال پوري پیښ شوي دي ، ٢٠١ پیښې چه ٨١ سلنه کیږي د امریکا له خوا ترسره شوي دي .

 

(2022 /  3 / 2    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د چین سفارت په فدراتیف روسیه کښي د فبروری په ٢٧ نيته یو سند او د هغه سره یو ځای د هوايي بمباريو لست خپور کړ چه په کښي روښانه شوې ده چه واشنګتن د نړۍ د سولې لپاره رښتيني ګواښ دي ، په‌ داسي حال کښي چې امریکا ، ناتو او د ملګرو ملتونو منشی دا پړه په مسکو اچوي .
د چین د سفارت سند روښانه کوي چه د ٢٤٨ نظامی مناقشاتو څخه ، چه د ١٩٤٥ زیږدیز کال څخه تر ٢٠٠١ زیږدیز کال پوري پیښ شوي دي ، ٢٠١ پیښې چه ٨١ سلنه کیږي د امریکا له خوا ترسره شوي دي .
د چین سفارت تر دي عنوان لاندي چه ؛ ” هیڅکله هیر نکړئ چه څوک د نړۍ لپاره اصلي ګواښ دي ” تر دويم نړيوال جګړې وروسته د امریکايي بمباریو لاندي لست د هيوادونو او کلونو په‌ ښودلو سره خپور کړي دي :
١- کوریا او چين (١٩٥٠-١٩٥٣ ، د کوریا جنګ )
٢- ګواتیمالا ١٩٥٤
٣- کیوبا ١٩٥٩ – ١٩٦١
٤- ګواتیمالا ١٩٦٠
٥- کانګو ١٩٦٤
٦- لاوس ١٩٦٤ – ١٩٧٣
٧- ویتنام ١٩٦١ – ١٩٧٣
٨- کمبودیا ١٩٦٩ – ١٩٧٠
٩- ګواتیمالا ١٩٦٧ – ١٩٦٩
١٠- ګرینادا ١٩٨٣
١١- لبنان ١٩٨٣ – ١٩٨٤ ( لبنان او سوریه )
١٢- ليبیا ١٩٨٦
١٣- السلوادور ١٩٨٠
١٤- نیکاراګوا ١٩٨٠
١٥- ایران ١٩٨٧
١٦- عراق ١٩٩١ ( د فارس خليج جګړه )
١٧- کويت ١٩٩١
١٨- سومالیا ١٩٩٣
١٩- بوسنيا ١٩٩٤ – ١٩٩٥
٢٠- سودان ١٩٩٨
٢١- افغانستان ١٩٩٨
٢٢- یوګوسلاویا ١٩٩٩
٢٣- یمن ٢٠٠٢
٢٤- عراق ١٩٩٩ – ٢٠٠٣ ( امریکا او بريتانيا )
٢٥- افغانستان ٢٠٠١- ٢٠٢١
٢٦- پاکستان ٢٠٠٧ – ٢٠١٥
٢٧- سومالیا ٢٠٠٧ – ٢٠٠٨ او ٢٠١١
٢٨- يمن ٢٠٠٩ – ٢٠١١
٢٩- لیبیا ٢٠١١- ٢٠١٥
٣٠- سوریه ٢٠١٤ – ٢٠١٥
٣١- پاناما ١٩٩٨
د چين د بهرنيو چارو د وزارت ویاند لی جیان جو وويل ؛ ” امریکا باید له‌ ځانه پوښتنه وکړي چه هغه څوک دي چه دا ټول تيري کوونکي چلند يی شروع کړي دي ”
په سوچوو پوهنتون Soochow University کښي پروفیسور ویکتور ګووا (Victor Gao) په دی باور دي چې ” د امریکا او ناټو هیوادونو دا کوښښ له دي لپاره پیل ګړ چه اوکراین د ناتو له پاره جذب کړي چه دا تيري کوونکي سياست ، کوم چې نه يوازي د روسيي د اندیښنې سبب و ، بلکه په دې منطقه کښې د سولې او ثبات د ګډوډ کولو کوښښ و .
وروستې بندیزونه به نه یوازې روسيي بلکه اروپايي هيوادونو ته هم ډیر تاوان او ضرر ورسوي . روسیه د نړۍ په کچه د نظامی ، اقتصادي اړیکو او انرژي له پلوه ستر هیواد دي او په ځانګړی ډول د انرژی پلوه داسي هيواد دي چې په‌ اروپا او ڼړۍ کښي ډير هیوادونه ورته اړتيا لري .
د روسيي ایستل د پاسته بانګي سیستم څخه به ، نه يوازي د روسيي لپاره رنځوونکی وي ، بلکه د اروپایی هیوادونو له پاره هم ډير رنځوونکې وي .
یوازی امریکا به‌ د خپلي مخکینۍ جوړې کړې اجندا پر اساس ددي څخه ستره ګټه پورته کړي ، ځکه امریکا نه غواړي چې اروپا د روسيی څخه ارزانه او با ثباته انرژي تر لاسه کړي .”

Leave a reply