اوکراین او افغانستان کې؛ د بایډن ناکامۍ نړیوال ناورین رامنځ ته کړ

اوکراین او افغانستان کې؛ د بایډن ناکامۍ نړیوال ناورین رامنځ ته کړ
جمهوري غوښتونکي زیاتوي، بایډن د افغانستان مسئله مدیریت نه شوی کړی، په کور د ننه یې ناندرۍ رامنځ ته کړې دي او د اوکراین د مسئلې په اړه یې بې پروايي وکړه چې دې هر څه ورو ورو نړیوال ناورین ته لار هواره کړې ده. دوی بایډن ناکام او بې تفاوته ولسمشر یاد کړی دی.
(2022 / 3 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا جمهوریت غوښتونکي وايي د افغانستان او اوکراین په مسئله کې د بایډن کمزورۍ نړیوال ناورین رامنځ ته کړی دی.
د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند څېړنیزې برخې په یوه اوږده تحلیل کې د امریکا له کانګریس غوښتي چې له بایډن د کمزوري مدیریت او روان وضعیت په اړه وضاحت وغواړي.
دوی وایي چې بایدن د امریکا په تاریخ کې کمزوری ولسمشر دی چې د امریکا د بدنامۍ او اوسني نړیوال ناورین د رامنځ ته کېدو لامل دی.