مجاهد: لۀ افغانستان څخه د وتونکو افغانانو پۀ اړه مې خبرې غلطې تعبیر شوي

مجاهد: لۀ افغانستان څخه د وتونکو افغانانو پۀ اړه مې خبرې غلطې تعبیر شوي
مجاهد زیاته کړې ده چې بهر ته د افغانانو د تګ په تړاو د ده د خبرو مطلب دا و چې له اسنادو پرته، له غیر اصولي او قاچاقي لارو څوک بهر ته نه شي تللی.
(2022 / 2 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
وروسته تر هغه چې بهر ته د تلونکو افغانانو په اړه د افغانستان ا.ا د ویاند ذبیح الله مجاهد تازه څرګندونو غبرګونونه راوپارول، نوموړي ویلي چې خبرې یې ناسمې تعبیر شوې دي.
مجاهد زیاته کړې ده چې بهر ته د افغانانو د تګ په تړاو د ده د خبرو مطلب دا و چې له اسنادو پرته، له غیر اصولي او قاچاقي لارو څوک بهر ته نه شي تللی.
هغه ویلي هغه هېوادوال چې قانوني اسناد یا بلنلیکونه ورسره وي، له هېواده بهر سفر کولی شي او هم بېرته په ډاډه زړه هېواد ته راتللی شي.
د یادونې ده چې پرون یو شمېر رسنیو د ذبیح الله مجاهد له قوله وویل، چې له عذر پرته افغانانو ته له هېواده د وتلو اجازه نه ورکول کېږي.






