پیښور کې انتظامیه هغه دوکانداران نیولي چې د قانوني څخه سرغړونه کوي

0
191

باغی ټي وي رپورټ
خیبر پښتونخوا په سرښار پیښور کې ايډيشنل اسسټنټ کمشنر تحريم شاه د حيات آباد سره څیرمه بازارونو کښې د دوکانونو د معاينې په مهال زياتره دوکانداران د خوراکي موادو خرڅولو، د سرکاري نرخ فهرست د نه شتون او د صفائي خرابوالي په تور نيولي دي۔

د ډپټي کمشنر پیښور په ټولنیزو رسنیو خپور یو رپورټ مطابق انتظامیه له لوري داسې خبر خپور شوې دې چې د نيول شوو دوکاندارانو سره به قانوني چلند وشي.
د یادونې ده چې د پیښور انتظامي د ښار په بیلا بیلو سیمو کې هره ورځ اولس لپاره د اسانتیاوو برابرولو لپاره هڅې کوي چې د عام اولس ستونزې کمې کړي او هغه دوکاندارانو او سوداګرو ته سزا ورکړي چې دوی په ګران قیمت خوراکي توکي خرڅوي یا په دوکانونو او د خوراک څښاک په ځایونو کې د صفایی خیال نه ساتي.

Leave a reply