تاریخي باب خیبر سره مشرانو په صوبه کې د شاملیدو په ضد احتجاج کړې دې

تاریخي باب خیبر سره مقامي مشران په صوبه کې د شاملیدو په ضد احتجاج کوي.
باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کې تاریخي باب خیبر سره د فاټا قامي جرګي لخوا د فاټا انضمام په ضد احتجاجي مظاهره شوي ده، په دې مظاهره کې په ګنړ شمیر مشرانو او نور ځایی خلقو ګډون وکړو.
مشرانو غوښتنه وکړه چې په آیین کې دې شوې ۲۵م ترمیم ختم کړې شي او په قبایلي سیمو کې دې د قبایلي سیمو رسم او رواج مطابق قانون جوړ کړې شي.
مشرانو دا غوښتنه هم وکړه چې د فاټا انضمام د قبایلي سیمو د خلکو له مشورې پرته شوی چې له قبایلي ولس سره ظلم دی او ددې سیمو او خلقو سره دې دا ظلم بند کړي شي او د انضمام پریکړه او ترمیم دې واپس واخستل شي.
مظاهرې ته د فاټا قامي جرګې چيئرمېن ملک بسم الله خان کوکي خيل، ملک اسرار کوکي خيل، حاجي حنيف افريدي، د جے يو آئي خيبر ضلعې جنرل سيکرټري سيد کبير آفريدي ملک طهماش شلماني او نورو اوويل چې د قبائلي سيمو خلک خپل یو روايت، رسم او رواج او یو ځانګړې پیژندګلو لري، مشرانو اوویل چې ددې ځای رسم و رواج د انضمام پلوو له خوا له منځه تللي، مشرانو اوویل چې مونږ له خپلو دودونو پرته ژوند نه شو کولای او دلته دې د قبایلي رسم او رواج مطابق قانون جوړ کړي شي او د قبایلي رسم او رواج پرته دې هیڅ کوم قانون عملي نه کړې شي.
مشرانو اوویل چې پخواني او موجوده حكومت او د فاټا انضمام حامي قوتونو په زور سره زمونږ روايات ضم او ختم كړل او د FIR په شان ظالمانه قوانين يې په قبایلي سیمو کې نافذ كړل٬ هغوی اوويل چې دلته دې د ټي ايم او٬ ايكسائز٬ ګمرک٬ پوليس او د پټوار سسټم نافذ کړلو چې دې سره دا خلق بلد نه دي. مشرانو غوښتنه وکړه چې هم دې لپاره دې په دې سیمو کې ددې ادارو د عملي کولو پریکړه واپس واخستل شي.





