پیښور کې وسله والو په صنعتي سیمه کې په لاسي بم سره برید کړې

باغی ټي وي رپورټ
دخیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پيښور د حيات اباد په صنعتي سيمه کې په زور د پیسو نه ورکول په پایله کې په یوه کارخانه وسله والو د لاسي بمونو بريد کړى دى. نامعلومو کسانو دوه لاسي بمونه وغورځول چې یو یې وچاودید.
د مشرق رپورټ مطابق تيره ورځ نامعلومه کسانو په يو شخصي کارخانه دوه لاسي بمونه غورځولي وو چي پکښي يو لاسي بم د غنمو په کارخانه اوغورځیدو۔ د اطلاع ترلاسه کولو سره د پوليس او د بم ډسپوزل سکواډ په گڼ شمير کې د پيښې ځاې ته رسيدلي او لاسي بم يې ناکاره کړې دې.
پولیسو د حیات آباد صنعتي سیمه کلابنده کړه او د لټون او ژغورنې عملیات یې ترسره کړل.
د پوليس ترمخه د کارخانې مالک وائي چې هغه ته څو مياشتې وړاندې د نامعلومه کسانو لخوا په موبائل فون باندې زنګ وهلو او د کالعدم تنظيم د کارکونکي په بهانه د ميليونونو روپو غوښتنه وکړه، په رپورټ کې زیاتوي چې د روپو په نه ورکولو ی په دوی لاسي بمونه وغورځول.






