د کابل لۀ هوايي ډګر نه ټولې الوتنې بندې شوې

0
98

 د کابل لۀ هوايي ډګر څخه ټولې الوتنې بندې شوې

د کابل د ملکي هوايي ادارې اعلان وکړ چې هېڅ راز الوتنې ته اجازه ورنکړي.

 

وروسته لۀ هغه چې یو شمېر هوايي شرکتونو لۀ افغانستان نه خپلې الوتنې وځنډولې د کابل هوايي ملکي ادارې وویل چې هېڅ هوايي شرکت ته د وضعت تر عادي کېدو پورې به د الوتنې اجازه ورنکړي.

یاده دې وي چې نن سهار یو شمېر خلکو چې هڅه یې کوله د  امریکایي الوتکو پۀ مرسته لۀ افغانستان څخه ووځي، ځانونه یې د الوتکو د ټیرو پر ځای کې پټ کړي ؤ لۀ الوتکې راولوېدل او ځای پر ځای ووژل شول.

Leave a reply