پاکستان وايي شاوخوا ۳۶۰۰ ټنه غنم افغانستان ته اړول شوي

پاکستان وايي شاوخوا ۳۶۰۰ ټنه غنم افغانستان ته اړول شوي
پاکستانی لوری داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې له څه باندې شپږو میاشتو راهیسې هندي غنم د پاکستاني حکومت له لوري درول شوي وو او افغانستان ته د لېږد اجازه نه ورکول کېده.
(2022 / 2 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پاکستان وایي تر دې دمه زرګونه ټنه غنم د تورخم له لارې افغانستان ته رسېدلي دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، دوی تمه لري چې وکړی شي له افغانستان سره په دې سختو شرایطو کې مرسته وکړي، نو له همدې امله یې له خپل هېواد افغانستان ته د مرستو تېرېدو ته اجازه ورکړې ده.
د ده په وینا تر دې دمه ۳۶۰۰ ټنه غنم د تورخم له لارې افغانستان ته اوښتي دي.
پاکستانی لوری داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې له څه باندې شپږو میاشتو راهیسې هندي غنم د پاکستاني حکومت له لوري درول شوي وو او افغانستان ته د لېږد اجازه نه ورکول کېده.




