پاکستاني قوم لپاره د عمران خان لوی اعلان، پیټرول او ډیزل قیمت د کمولو اعلان

0
169

باغی ټي وي رپورټ
وزیراعظم عمران خان ولس ته په خپله وینا کې د پټرولیم مصنوعاتو او برېښنا په نرخونو کې د کمولو اعلان کړې دې.
په داسې وخت کې چې په ملک کې ګرانۍ په زیاتیدو ده او وزیراعظم د تیلو نرخ د کمولو اعلان وکړو، دا اعلان د ستاینې وړ دې، عوامي ردعمل راغلې چې د قوم د وزیراعظم دا اعلان ډیر ستایی.

خپل خطاب کښې وزیراعظم عمران خان وویل په پاکستان کښې اوس هم د پټرول او ډیزلو بیې ټيټې دي. که حکومت هره میاشت 70 اربه روپۍ سبسډی نه ورکوی نو نن به په پاکستان کې د پټرولو بیه 220 روپۍ فی لیټر اوچته شوې وې.

وزيراعظم ووئيل چې د تېل او ګاز ريګولېټري اتھارټي (اوګرا) سمري لېږلې وه چې په هغې كښې به د پټرول او ډيزلو په نرخ كښې 10 روپۍ في ليټر زياتوالے كولې شي ځكه چې په نړۍ كښې تېلو قیمت زیات شوې دې، خان زیاته کړه چې اولس ته ښه زیرې ورکوم چې د تیلو په قیمت کې د زیاتوالي په ځای یو لیټر پټرول او ډیزل 10 روپۍ د کمولو اعلان کوو.
د جیو نیوز رپورټ مطابق وزيراعظم د بجلۍ په نرخ كښې د پنځه روپو في يونټ كمولو اعلان هم وكړو او ويې ويل چې په دې اقدام سره به د بجلۍ بل 20 نه 50 فيصده كم شي۔

هغه زياته کړه چې مونږ پرېکړه کړې چې د راتلونکې بوديجې څخه مخکې به د پټرولو، ډيزلو او برېښنا په بيه کې نور زياتوالى و نه کړو.
ولس ته په خپله وينا کې وزيراعظم وويل چې هغه له اولې ورځې څخه دامريکا په جگړه کې د پاکستان شاملیدو مخالف وو او ددې جنګ پاکستان ته يې ستر زيان اوښتى دى.

وزیراعظم عمران خان خلکو ته اپیل کړی چې که خپلواکه بهرنۍ پالیسي غواړي نو هغه ګوند ته رایه مه ورکوئ چې د مشر شتمني یې بهر پرتې وي، داسې خلک هیڅکله خپلواکه بهرنۍ پالیسي نشي جوړولی چې ددوی روپۍ او بانکي حسابونه په بهرني هیوادونو کې وي.

عمران خان وویل چې د نړۍ حالات په چټکۍ سره بدلیږي، د بدلیدونکو حالاتو اغیزې په پاکستان هم دي، بهرنۍ پالیسي باید د هغه هیواد د ګټو لپاره وي، د سیاست له پیل راهیسې یې غوښتل چې پاکستان یوه خپلواکه بهرنۍ تګلاره ولري.

Leave a reply