د پاکستان له اړخه افغان اولس ته بشري مرستې ولیږل شوې

نصیب شاه شینواريډ
نن د ګل په ورځ په پاک افغان پوله تورخم د پاکستان له لوري افغان اولس ته د بشري مرستو ورکول په اړه یوه لویه دستوره ترسره شوه، په دستوره کې د دواړو ګاونډی هیوادونو چارواکو ګډون وکړو
.
د افغانستان په پایه تخت کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد، په جلا آباد کې د پاکستان قونصل جنرل عابدالله ، د افغانستان د ذراعت او کرنې وزارت ډپټي منسټر مولانا عبدالباري، ایډیشنل کسټم کلیکټر محمد طیب ،ډپټي کلیکټر اپریزمنټ امانت خان، د لنډیکوتل ایډیشنل اسټنټ کمشنر اشراف الدین او تورخم تحصیلدار غنچه ګل مهمند هم په دې دستوره کې برخه واخسته .
دستوره چې په زیرپواینټ تورخم ترسره شوه، په دې مهال د پاکستان سفیر منصور احمد اوویل چې پاکستان هره ممکنه هڅه کوي چې په دې سخت وخت کې افغان اولس سره بشري مرستې وکړي او د اول ورځ نه پاکستان افغان اولس لپاره بشري مرستې لیږي او دا لړۍ نن هم روانه ده.
منصور احمد اوویل چې په تورخم پوله افغان اولس او افغان رنځورانو لپاره اسانتیاوي او سهولتونه برابروو چې دوی وکولې شي په اسان توګه پاکستان ته راداخل شي او په پاکستان کې علاج ترلاسه کړي.

په دستوره کې په رسمي توګه ۲۸ د غنمو ډک ټرکونه افغان چارواکو ته وسپارلې شول، دا بشري مرستې (۳۶۰۰ ټنه غنم) د پاک افغان د همکارۍ ټولنې ترسیوري لاندې د پاکستان ایګریکلچرل سټوریج اینډ سروسز کارپوریشن له اړخه افغان چارواکو ته وسپارل شول.
په دې موقع افغان چارواکو هم د پاکستان حکومت ، پاکستان اولس او د پاکستان بشري مرستندویه سازمانونو څخه مننه وکړه چې افغان اولس سره ی دا بشري مرستې وکړي او دې بشري مرستو ته ی دوام ورکړې دې.

تورخم: د پاکستان له لوري افغان اولس لپاره د غنمو ډک ټرکونه افغانستان ته داخلیږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载