په پاک افغان پوله د تجارتي توکو ګاړو او د عام مسافرو تګ راتګ زیات شوې دې: محمد صادق خان
نصیب شاه شینواري
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د افغانستان لپاره ځانګړې استازې محمد صادق په یو بیان کې ویلي دي چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ په پاک افغان پوله د عام وګړو تګ راتګ او د سوداګریزو توکو څخه ډک ټرکونو تګ راتګ زیات شوې دې.
د ګل په ورځ په خپل ټویټر پانړه هغه لیکلي دي چې
چې د پاکستان او افغانستان دوه اړخیزه تجارت اود مسافرو پیاده تګ راتګ په تدریجي ډول زیات شوې دې۔
نوموړي په ټویټ کې لیکلي چې تېره ورځ د دواړو هېوادونو ترمينځه د 22 زره 6 سوه او 65 پینځه شپیته عام وګړي او 1585 ټركونو چې د تجارتي توکو څخه ډک وو په پوله یو بل هیواد ته داخل شوي دي.
د ګل په ورځ په خپل ټويټ كښې د پاكستان او افغانستان ترمينځه د وګړو او ټركونو آمد ورفت په اړه تفصيلات جاري كولو سره هغه ووئيل تېره ورځ پاكستان څخه افغانستان ته 12 زره 132 كسان تلي او افغانستان څخه پاكستان ته 10 زره 553 راغلي دي۔
د اې پي پي رپورټ مطابق محمد صادق وایی چې د دواړو هېوادونو ترمينځه په مجموعي توګه د 1585 ټرکونو تګ راتګ هم شوي دي، د تجارتي توکې څخه ډک 708 ټرکونو چې د سوداګریز توګو څخه ډک وو افغانستان ته داخل شول او د 568 ټركونو چې د توکو ډک وو افغانستان څخه د تورخم ،خرلاچي او غلام خان پولې څخه پاکستان ته را داخل شول.
یو رپورټ چې محمد صادق په خپل ټویټر پانړه خپور کړې ، په دې رپورټ کې وایی چې 61 ټرانزټ ټركونه افغانستان ته داخل شول ٬ 2 ټرانزټ او 246 خالی ټرکونه پاكستان ته را داخل شوي دي.
په رپورټ کې زیاتوي چې په طورخم كراسنګ پوائنټ 15 افغان رنځوران د درملنو نه وروستو افغانستان ته ولیږل شول او 138 رنځورانو ته د علاج لپاره پاكستان ته د راتللو اجازت ورکړل شول.
په رپورټ کې دا هم زیاتوي چې په پاک افغان پوله 590 وګړو ته د كورونا ضد وېكسين هم لګول شوي دي.
د یادونې ده چې څه وخت وړاندې په پاک افغان پوله د عام مسافرو او د تجارتي توکو څخه ډګ د ټرکونو تګ راتګ ډیر زیات کم وو چې وس په دې لنډ وخت کې دا شمیره زیاته شوی دې.
دا خبره هم د یادونې ده چې د تجارتي توکو او د عام مسافر دا شمیره د تورخم ،غلام خان، خرلاچي ،انګور اډه او د چمن په اړه ده .
Daily border crossing data with Afghanistan for 27 February 2022: pic.twitter.com/FocMVg2AJo
— Mohammad Sadiq (@AmbassadorSadiq) February 28, 2022