اروپايي ټولنې پر طالبانو غږ کړی چې کور پۀ کور تلاشۍ بندې کړي
نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دوی د اوکراین کړکېچ سربېره پر افغانستان هم ژور څار لري. هغه زیاته کړې ده چې د خلکو د کورونو پلټنې د خلکو تر منځ وېره خپره کړې ده او باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
(2022 / 2 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر وان بارنت ویلي چې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ا.ا له لوري د کورونو پلټنې په پراخه کچه د خلکو اندېښنې راپارولې دي.
نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دوی د اوکراین کړکېچ سربېره پر افغانستان هم ژور څار لري. هغه زیاته کړې ده چې د خلکو د کورونو پلټنې د خلکو تر منځ وېره خپره کړې ده او باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
نوموړي تور پورې کړی دی چې افغان ځواکونو د خلکو د کورونو د پلټلو پر مهال د خلکو با ارزښته څېزونه تخریب کړي او یا یې هم له ځان سره وړي دي.
خو د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې یاد عملیات ګټور بللي دي او د دوام خبره یې کړې ده.










Leave a Reply