بریتانیا: ممکن د اوکراین جګړه کلونه دوام پیدا کړي

0
246

بریتانیا: ممکن د اوکراین جګړه کلونه دوام پیدا کړي

تراس ویلي، بریتانویان پوهېږي چې که چېرته دوی د غرب تر څنګ د پوتین پر ضد ونه درېږي نو ممکن د دې بې طرفي دروند پور پرې کړي نو اړینه ده چې له نورې نړۍ سره یو ځای د روسیې پر وړاندې ودرېږي.

 

(2022 / 2 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس ویلي چې ښایي د اوکراین جګړه څو کاله دوام ومومي.

نوموړې له سکای نیوز سره په مرکه کې زیاته کړې ده چې که چېرته په اوکراین کې د روسیې جګړه ونه درېږي نو ممکن دا مسئله له ناټو سره په یوه اوږده جګړه واوړي.

هغې څرګنده کړې ده چې که چېرته په اوکراین کې جګړه ونه درېږي نو کېدای شي دا جګړه نورو ورڅېرمه هېوادونو ته هم وغځېږي. نوموړې ټینګار کړی دی چې دوی به پر روسیې خپلو اقتصادي بندیزونه ولګوي.

تراس ویلي، بریتانویان پوهېږي چې که چېرته دوی د غرب تر څنګ د پوتین پر ضد ونه درېږي نو ممکن د دې بې طرفي دروند پور پرې کړي نو اړینه ده چې له نورې نړۍ سره یو ځای د روسیې پر وړاندې ودرېږي.

Leave a reply