سور صلیب وايي چې د افغانستان د ژغورنې لپاره باید ژر تر ژره اقدام وشي

0
162

سور صلیب پر داسې مهال د افغانستان د اقتصادي سیسټم د ژغورنې خبره کوي چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي وو چې که چېرته د افغانستان مالي زېرمه ازاده نه شي او له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستې دوام ونه مومي نو دا هېواد به له بې ساري بشري او اقتصادي ناورین سره مخ شي.

(2022 / 2 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.

یادې کمېټې ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت په بېساري توګه خراب شوی دی او دې چاري دوی سخت اندېښمن کړي دي. دغې کمېټې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی دی چې د دغه هېواد د اقتصادي سیسټم د له منځه تللو لپاره باید ژر تر ژره اقدامات وشي.

Leave a reply