اروپايي ټولنه: باید ژر تر ژره اوکراین ته غړیتوب ورکړل شي

0
206

اروپايي ټولنه: باید ژر تر ژره اوکراین ته غړیتوب ورکړل شي

اروپايي ټولنې داسې مهال دغه څرګندونې کړې دي، چې په اروپايي ټولنه او ناټو سازمانونو کې د اوکراین غړیتوب روسیې ته د منلو نه دی، نو په همدې پلمه یې پر اوکراین برید هم کړی دی.

 

(2022 / 2 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اروپايي ټولنه وایي باید ژر تر ژره اوکراین ته غړیتوب ورکړل شي.

د اروپایي کمیسیون مشرې اورسلا وون درلاین په تازه څرګندونو کې ویلي چې اوکراین د اروپايي ټولنې نه بېلېدونکې برخه ده. نوموړې نیوکه کړې چې د اروپايي ټولنې غړو باید د اوکراین غړیتوب دومره نه وی ځنډولی او څومره ژر چې کېږي دا مسئله باید د رایو په اکثریت تایید شي.

وون درلاین دغه راز وايي چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه باید له اوکراین سره هر اړخیزو مرستو ته ادامه ورکړي او په دې سختو شرایطو کې باید د اوکرایني وګړو لاسنیوی وکړي.

اروپايي ټولنې داسې مهال دغه څرګندونې کړې دي، چې په اروپايي ټولنه او ناټو سازمانونو کې د اوکراین غړیتوب روسیې ته د منلو نه دی، نو په همدې پلمه یې پر اوکراین برید هم کړی دی.

Leave a reply