افغانستان کې د واکسینو پراخ کمپاین پیلېږي

0
235

افغانستان کې د واکسینو پراخ کمپاین پیلېږي

په دې کمپاین کې به پر ماشومانو د پولیو او شري ناروغیو واکسین وېشل کېږي او دغه راز به د کرونا واکسینو د وېش لړۍ هم پيل شي.

 

(2022 / 2 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

راتلونکې میاشت په افغانستان کې د واکسینو پراخ کمپاین پیلېږي.

د افغانستان روغتیايي چارواکي وایي چې ټاکل شوې راتلونکې میاشت په ټول هېواد کې د کرونا، پولیو او شري ناروغیو د واکسین پراخ کمپاین پیل شي.

په دې کمپاین کې به پر ماشومانو د پولیو او شري ناروغیو واکسین وېشل کېږي او دغه راز به د کرونا واکسینو د وېش لړۍ هم پيل شي.

په دې لړ کې به ځينو ته د واکسینو لومړی دوز او ځینو ته ان درېیم دوز واکسین هم ووېشل شي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي تمه لري چې ولس ورسره ددغه واکسینو د وېش او پروسې د تکمیلولو په برخه کې همکاري وکړي.

Leave a reply