مالیزیا خپلې خیریه موسسې افغانستان سره مرستو ته هڅولې

0
145

مالیزیا خپلې خیریه موسسې افغانستان سره مرستو ته هڅولې

دوی وايي چې دغه مرستې د افغانانو له هرکلي سره مخ شوې دي او هڅه کېږي د مرستو په کچه کې لا ډېروالی راشي. مالیزیا یو له هغو هېوادونو دی چې په تېرو کلونو کې یې له افغانستان سره په بېلو برخو کې مرستې کړې دي او ددې مرستو د پراختیا ډاډ یې ورکړی دی.

(2022 / 2 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

مالیزیا خپلې خیریه موسسې په افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته هڅولې دي.

مالیزیايي رسنۍ وايي چې د مالیزیا د حکومت په ګډون ددغه هېواد ګڼې خیریه موسسې هڅه کوي چې په افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره مرستې وکړي.

سرچینه وایي چې په وروستیو کې مالیزیايي خیریه بنسټونو په افغانستان کې په بېلو برخو کې له اړمنو کورنیو سره د خوراکی توکو او نورو اړینو موادو مرسته کړې ده.

Leave a reply