د ضلع خیبر ریسکیو ۱۱۲۲ محکمه مقامي خلقو روزنه کوي چې دوی په بیړني حالاتو کې کار وکړي

باغی ټي وي رپورټ
په بیړني حالات کې مقامي حلقو ته اسانیتا او سهولت ورکولو لپاره د ریسکیو 1122 ځوانانو ته وړیا د ژغورنې روزنه ورکوي ترڅو د دوی ژوند او د نورو ژوند خوندي کړي.
د تفصيلاتو ترمخه د ډسټرکټ ايمرجنسي د ډائريکټر جنرل ډاکټر خطير احمد په حکم د ضلع خیبر ریسکیو دفتر افسر سيد شعيب منصور په هداياتو د ريسکيو 1122 ضلعې خيبر ټريننګ ونګ د باړې تحصيل د القلم هائي سکول استاذانو او طالبعلمانو ته په بیړني حالاتو کې د لومړنۍ امداد روزنه ورکړه چې دوی وکولې شي چې که چرته داسې بیړنۍ حالت ،زلزله، سیلابونه راشي نو دوی وکولې شی چې د متاثره خلقو ژوند بچ کړي.
په دې موقع د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکو اوویل چې خلق باید د هرې پیښې په صورت کې ریسکیو 1122 ته راپور ورکړي او د بیړنیو موټرو د ژغورنې اهلکارو سره پوره پوره همکاري وکړي






