ایم پي اې شفیق شیر آفریدي او ایس ایچ او احتجاج کوونکو سره خبرې کړي

باغی ټي وي رپورټ
د پیښور او تورخم په لویه لار د ضلع خیبر تحصیل لنډیکوتل پی کې ۱۰۵ څخه ټاکل شوې ايم پي اے شفيق شير آفريدي او د لنډیکوتل پوليس سټیشن ايس ايچ او شاه خالد آفريدي د احتجاج کوونکو ډرائيورانو سره خبري کړي دي.
د خبرو پر مهال د تورخم د لنډي کوتل فلاینګ کوچ چلوونکو د خپلو ستونزو په اړه د صوبایی اسمبلۍ غړي او د پولیسو چارواکو ته معلومات ورکړل او خپله ستونزه ی ورته وړاندې کړه.
په پاک افغان پوله تورخم د مسافرو وړونکي د موټرو چلوونکو اوویل چې ه په درې ورځو کې د تورخم پر پوله د مسافر وړونکو واړه بسونواو بکسه موټرو تګ راتګ ونه درول شي نو دوی به سخت ګام پورته کړي چې د زيان ذمه واري به دوی په خپله وي.
ايم پي اے شفيق شير آفريدي او ايس ايچ او شاه خالد آفريدي ددې مسئلې او ستونزې په سوله ايزه توګه د هوارولو باور ورکړو۔






