وزیراعلی د دیر بدې پیښې نوټس اخستې دې

0
149

باغی ټي وي رپورټ
د دیر په اخگرام سیمه کې د فارسټ په چیک پوسټ کې د قاچاق وړونکو موټر د ځنګل ساتونکي د چتولو او وهلو د بدې پیښې په اړه یو مهم پرمختګ شوې دې.
د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان د پېښې نوټس اخيستی دی او وزيراعلي پوليس ته هدايات ورکړي چي په پيښه کښي ککړ عناصر دې په فوري توګه ګرفتار کړې شي.
وزيراعلي په دغه پېښه کې د وژل شوي ځنګل ساتونکي کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنه ورکړې ده.

محمود خان وئيلي دي چې پيښه کښې ککړ عناصر به د عبرت او سبق یوه نښه جوړه کړې شي. وزیراعلی په بیان کې ویلي دي چې د شهيد شوي ځنګل ساتونکو وارثانو ته به پوره انصاف ورکولی شي.
وزيراعلي ویلي چې حکومت به د شهيد وارثان يواځې نه پرېږدي او هر ډول ممکنه مرسته به ورسره کوي، نوموړي زیاته کړې چې له مافیا سره به د غیرقانوني توګه د لرګیو په قاچاق کولو سخته قانوني کاروایی وکړو او د ځنګلونو تحفظ به په هر صورت کې یقیني کړي.

Leave a reply