سبا په تاریخي باب خیبر کې فاټا قومي جرګې د احتجاج کولو اعلان کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کې فعاله د فاټا قومي جرګه په نامه د انضمام ضد د مشرانو یوې ډلې اعلان کړې دې چې سبا به په تاریخ باب خیبر کې راغونډ شی او یو لوی احتجاج به وکړي.
ددې ډلې یو مشر ملک بسم الله خان وایی چې سبا د نهې په ورځ د مارچ په لومړۍ نېټه سهار لس بجې به په باب خېبر کې د انضمام پر ضد احتجاج کوي، هغه په بیان کې ویلي دي چې په دې احتجاج کې دې ټول قبایلي مشران برخه واخلي.





