د پیښور او تورخم په لویه لار د فلاینګ کوچونو ډرایورانو احتجاج دوام لري

باغی ټي وي رپورټ
په پیښور او تورخم لویه لار نن هم د په لنډي کوتل کې ړ تکيه په سیمه کې د تورخم اډې د ټیکسي موټرو ډرایورانو احتجاج په دویمه ورځ هم دوام لري.
د تورخم اډې فلاینګ کوچونو او ټیکسي ډرایورانو او مالکانو وینا ده چې دوی به کله هم د اسلام آباد یا د بلې علاقې بسونو او موټرو ته اجازت ور نه کړي چې د تورخم څخه مسافر نورو علاقو ته ورسوي.
د ډرایورانو وینا وه چې په تورخم پوله ددوی کاروبار د اول نه بد متاثره دي او وس چې د نورو علاقو بسونه راشي نو ددوی کاروبار او مزدوري به نوره هم بده متاثره شوي، دوی به د سختو مالي ستونزو سره مخ شي او دوی به بې روزګاره شي.
د ډرایورانو غوښتنه وه چې په تورخم پوله دې د نور علاقو بس سروس پیل نه کړې شي ځکه دې سروس سره به ځایی خلق بې روزګاره شی او دوی به سختو مالي ستونزو سره مخ شي. د یادونې ده چې پرون ددې ډرایوانو له لوري پیښور او تورخم لویه لار تړلې وه چې نن پیښور او تورخم لویه لار پرانستې ده خو ددوی پرامن احتجاج دوام لري.






