په اوکراین د روس برید، د نړۍ لوی بار وړونکې الوتکه تباه کړې شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
په اوکراین د روسیې برید کې د نړۍ تر ټولو لویه بار وړونکې الوتکه سوځولې شوې ده.
د مشرق نیوز رپورټ مطابق د نړۍ تر ټولو لویه کارګو الوتکه انتوف ۲۲۵ ماریا د اوکراین ملکیت وه. دغه الوتکه کیف ته نژدې په یوه مهم هوايي ډګر کې د روسیې په برید کې تباه شوې او سوځولې شوې ده.
دا خبره د اوکراين د دولتي وسلو د ادارې له خوا هم تاييد شوې او ويلي يې دي چې د الوتکې پر بيا پرانستل به درې ميليارده ډالر لګښت ولري او ډېر وخت به ونيسي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمتري کولیبا د سوځېدلې الوتکې عکس شریک کړی او ویلي یې دي، چې دا د نړۍ تر ټولو لویه الوتکه وه، که څه هم روسیې ماریا نسکوره کړې ده ، خو د یوه پیاوړي، خپلواک او دیموکراتیک اروپايي هیوادونو برخه جوړیدو خوب ته دوی تباه نه کړي.






