د ایران د بهرنیو چارو وزیر: که افغان حکومت ټولشموله شو، په رسمیت یې پېژنو

0
151

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: که افغان حکومت ټولشموله شو، په رسمیت یې پېژنو

دغه ایراني ديپلومات په افغانستان کې د امریکا شل کلن ماموریت هم ناکام بللی او په خبره یې امریکا له افغانستان د تېښتې پر مهال له ایران هم د مرستې غوښتنه وکړه، خو دوی یې غوښتنه نه ده منلې.

 

(2022 / 2 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایران وایي که په افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ شي په رسمیت یې پېژني.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، چې په وروستیو کې یوه افغان پلاوي تهران ته سفر درلود او پر دوه اړخیزو اړیکو یې خبرې کړې دي.

د ده په وینا په دې لیدنه کې ایراني لوري دا واضح کړې ده چې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړېدل اړین دي او په هغه کې باید ټول افغانان له بېلو ډلو او ګوندونو خپل ځانونه وویني.

د نوموړي په وینا که همداسې یو حکومت په افغانستان کې رامنځ ته کېږي نو دوی افغان لوري سره ژمنه کړې چې په رسمیت به یې پېژني.

دغه ایراني ديپلومات په افغانستان کې د امریکا شل کلن ماموریت هم ناکام بللی او په خبره یې امریکا له افغانستان د تېښتې پر مهال له ایران هم د مرستې غوښتنه وکړه، خو دوی یې غوښتنه نه ده منلې.

Leave a reply