وزیراعلی محمود خان د صوبې سرښار پیښور کې د پرمختیایی پروژو په اړه تابیا شوې یوه مهمه غونډه کې ګډون کړې دې

باغي ټي وي رپورټ
د خېبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان د صوبې په مرکز پېښور کې د قصه خواني بازار په ګډون د ښار په دننه کې د تاريخي ځايونو د ترميم، پاکوالي او بيا رغولو لپاره د ځانګړي پروګرام د پيلولو پرېکړه کړې او اړوند ادارو ته ی د کار وړ پلان جوړولو لارښوونه کړې.
وزیراعلی ویلي دي چې پېښور زمونږ د ټولو ښار دی او صوبایی ادارې به يې د جوړولو او پرمختګ لپاره ټولې سرچينې برابرې او خرچ کړي چې دا ښار نور هم ښایسته کړې شي.
وزیراعلی دا خبرې تيره ورځ د صوبې په سرښار پيښور كښې د ميګا پرمختيائي پروژو په اړه د يوې غونډې مشري په مهال وکړې ، په دې مهمه غونډه کې چې پكښې د نوي بس ټرمينل د جوړولو، د نوي پېښور ښار، ريګي ماډل ټاؤن، د پېښور بحالۍ منصوبه، د رنګ روډ د پاتې برخې جوړولو پشمول د نورو پروژو په اړه په تفصیل سره بیاکتنه وشوه.
په غونډه كښې چيف سېكټري ډاكټر شهزاد بنګش، اېډيشنل چيف سېكتر شهاب علي شاه، د وزيراعلې پرنسپل سېكتر امجد علي خان، سېكتر لوکل حكومت ميا شکيل احمد، کمشنر پېښور رياض محسود او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔
په پیښور کې د ګاړو رش کمولو لپاره بس سټیند د ښار نه بهر وړولو منصوبې په اړه بریفنګ ورکړې شو.دې منصوبې په دوه پیکجونو باندې یو وخت کار شروع کړی شوې دې او دا منصوبه به د 3.5 اربه روپو په لګښت د اکتوبر 2023 پورې بشپړه شي. دغه راز په صوبه کې د تر ټولو لوی عامه پارک هزار خواني پارک چارې بشپړې شوې او ډېر زر به د خلکو پر مخ پرانیستل شي. داهم وئيل شوي چې دپيښور او نوشهره په سنگم د نوي پيښور سټي په نوم د ټولو ښاري اسانتياو سره د ميگا هاوسنګ سکيم په شروع کولو کې هم مهم پرمختگ شوى دى چې دې سره په ددې ښار په پرمختګ او ښایست کې ډیر مثبت بدلونه راشي.






