شاهین شاه آفریدی د نړۍ د ټولو کم عمر کپتان دې چې د کرکټ نړیوالې سیالیو کې ی خپلې لوبډلې له پای لوبه وګټله

باغی ټي وي رپورټ
شاهین شاه افریدي د پاکستان سوپر لیګ (PSL) په ګډون د کوم لوی T20 لیګ ګټلو ترټولو کم عمر ځوان کپتان دې چې د لاهور قلندر ټیم لپاره ی د پای لوبه وګتله.
د جیو نیوز رپورټ مطابق شاهین شاه افریدي په ۲۱ کلنۍ کې د کپتان په توګه د پی ایس ایل ټرافي ګټلې ده، په داسې حال کې چې د اسټرالیا سټیون سمیټ تر دې وړاندې په ۲۰۱۲ کال کې د ۲۲ کلنۍ په عمر د سیډني سکسرز لوبډلې لپاره د بیګ یش ټرافي ګټلې وه.
محمد رضوان تر دې مخکې په پي ایس ایل سیالیو کې د کپتان په توګه په ۲۸ کلنۍ کې اتلولي ګټلې وه.
د یادونې ده چې د پاکستان سوپر لیګ (PSL) د اووم پړاو په پای لوبه کې لاهور قلندرز ملتان سلطانز ته په ۴۲ منډو ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې دا اتلولي خپله کړه.






