د افغانستان او پاکستان؛ ترمنځ سوداګري تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې

د افغانستان او پاکستان؛ ترمنځ سوداګري تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې
د یادونې ده چې څه موده وړاندې ایران ویلي وو چې له افغانستان سره یې د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده او دوی لا هم هڅه کوي چې له دغه هېواد سره خپله سوداګري لا پراخه او د ترانزیټ برخه کې هر ډول خنډونه له منځه یوسي.
(2022 / 2 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان د اقتصادي چارو دولتي کمېټې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه په بېسارې توګه ټیټه شوې ده.
یادې کمېټې څرګنده کړې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کلنۍ سوداګري تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.
دغې کمېټې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې ټیټوالی د افغانستان بازارونو ته د ایران لاسرسی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د میکانیزم نشتوالی، لوړې مالیې او په مسلسل ډول د لارو بندېدل ښودلي دي.
پاکستاني کارپوهانو ویلي چې که چېرته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا برخه کې هلې ځلې ونه شي نو پاکستان ته به بیا فرصت برابر نشي څو په افغانستان کې د خپلو توکو لپاره بازار پیدا کړي.