سیمه‌ییز چارواکي: د ورځې تر ۳ زره ډېر افغانان ایران ته اوړي

سیمه‌ییز چارواکي: د ورځې تر ۳ زره ډېر افغانان ایران ته اوړي

د اسلام‌ کلا کمیساري ویلي، هغه کسان چې په قانوني ډول ایران ته اوړي، له ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ پورې کسان دي او هغه کسان چې له ایرانه بېرته افغانستان ته راځي، شمېر یې شاوخوا زر کسانو ته رسېږي.

 

(2022 / 2 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د هرات او نیمروز ولایتونو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د ورځې شاوخوا درې زره افغانان د اوزګارۍ له امله ایران ته ځي. د چارواکو په وینا، دا شمېر کسان په قانوني ډول د هرات او نیمروز له لارې ایران ته اوړي خو یو شمېر نور بیا له قاچاقي لارو څخه هم دغه هېواد ته ځي.

د اسلام‌ کلا کمیساري ویلي، هغه کسان چې په قانوني ډول ایران ته اوړي، له ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ پورې کسان دي او هغه کسان چې له ایرانه بېرته افغانستان ته راځي، شمېر یې شاوخوا زر کسانو ته رسېږي.

په همدې حال کې د نیمروز سرحدي کمیسار محمد هاشم حنظله هم وایي چې د چهار شنبې په ورځ په قانوني ډول له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې کسان ایران ته اوښتي دي.

ایران ته تلونکو کسانو رسنیو ته ویلي چې په هېواد کې د اقتصادي ستونزو او بې کارۍ له امله یاد هېواد ته ځي، څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ حلاله ډوډۍ پیدا کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文