المان وايي چې دوی لۀ اوکراین سره ولاړ دی

المان وايي چې دوی لۀ اوکراین سره ولاړ دی
هغه زیاته کړې ده چې دوی به د اوکراینانو ملاتړ ته دوام ورکړي ځکه د ده په وینا، دا د تاریخ ښی لوری دی او دوی پوهېږي چې اوکراینیان ملامت نه دي ځکه له خپلې خاورې څخه دفاع یې حق دی.
(2022 / 2 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د المان لومړي وزیر اولاف شولتس ویلي چې هېواد یې د اوکراین ترڅنګ ولاړ دی.
هغه زیاته کړې ده چې دوی به د اوکراینانو ملاتړ ته دوام ورکړي ځکه د ده په وینا، دا د تاریخ ښی لوری دی او دوی پوهېږي چې اوکراینیان ملامت نه دي ځکه له خپلې خاورې څخه دفاع یې حق دی.
هغه زیاته کړې ده چې پر اوکراین د روسیې برید نه یوازې د کیف لپاره ناورین دی بلکې دا جګړه به روسیې مخ هم تور کړي او د دوی پر زیان به تمامه شي.
د یادونې ده چې کرملین نن له اوکرایني لوري سره بلاروس ته د خپل مذاکراتي ټیم د رسېدو خبر ورکړی دی او د خبرو له لارې یې د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.






