مایکل کوګلمن: ثبات لپاره افغانستان سره ديپلوماتیکې اړیکې مهمې دي

مایکل کوګلمن: ثبات لپاره افغانستان سره ديپلوماتیکې اړیکې مهمې دي

کوګلمن وایي امریکا هم دمګړی همدا تګلاره غوره کړې ده، چې د نوي حکومت له رسمیت پېژندلو پرته له افغانستان سره ديپلوماتیکې اړیکې ولري او ددغه هېواد د اقتصادي سقوط مخه ونیسي.

 

(2022 /  2 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

له افغانستان سره بشردوستانه مرستې او ديپلوماتیکې اړیکې د ټولو اړخونو په ګټه دي.

په وېلسن څېړنیز مرکز کې د افغانستان او مرکزي اسیا د مسایلو څېړونکي مایکل کوګلمن ویلي افغانستان د ثبات او امنیت لپاره د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

د نوموړې په خبره که نړۍ دا تمه لري چې له افغانستان چا ته ګواښ جوړ نه شي، نو لار یې دا ده چې له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستو او ديپلوماتیکو خبرو ته ادامه ورکړي.

کوګلمن وایي امریکا هم دمګړی همدا تګلاره غوره کړې ده، چې د نوي حکومت له رسمیت پېژندلو پرته له افغانستان سره ديپلوماتیکې اړیکې ولري او ددغه هېواد د اقتصادي سقوط مخه ونیسي.

نوموړی وایي ښايي په افغانستان کې د نوي حکومت پر وړاندې مخالفتونه وي، خو هغه کمزوري دي او ښايي حکومت یې پر وړاندې مبارزه وکړی شي.

کوګلمن د نړۍ پر نورو هېوادونو هم غږ کړی چې افغانستان دې نه هېروي او له دغه هېواد سره دې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载