جرمني او هالنډ اوکراین ته د ټانک او الوتکې ضد مزایل لېږي
جرمني او هالنډ اوکراین ته د ټانک او الوتکې ضد مزایل لېږي
همدا راز هالنډ هم د خپل هېواد له پارلمان غوښتي چې اوکراین ته د ۲۰۰ سټینګر مزایلو ورکړه تایید کړي. بلخوا ناټو سازمان ویلي چې ګڼ نور هېوادونه به هم ژر خپلې مرستې له اوکراین سره اعلان کړي.
(2022 / 2 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په اوکراین کې د جګړو له دوام سره هممهاله د ناټو ځینو غړو هېوادونو له دغه هېواد سره د وسلو او بشردوستانه مرستو ژمنه کړې ده.
په تازه خپرو شوو راپورونو کې راغلي چې آلمان او هالنډ اوکراین ته د ټانګ او طیارې ضد مزایل ورکوي او دغه راز بشردوستانه مرستې هم به رسوي.
آلمان وایي چې اوکراین ته به د ټانک ضد زر او د الوتکې ضد ۵۰۰ سټینګر مزایل ورکړي.
همدا راز هالنډ هم د خپل هېواد له پارلمان غوښتي چې اوکراین ته د ۲۰۰ سټینګر مزایلو ورکړه تایید کړي. بلخوا ناټو سازمان ویلي چې ګڼ نور هېوادونه به هم ژر خپلې مرستې له اوکراین سره اعلان کړي.