ا.ا: کابل کې د مجرمینو ضد چاڼیز عملیات دوام لري

ا.ا: کابل کې د مجرمینو ضد چاڼیز عملیات دوام لري
په ورته وخت کې کابل نیوز د یوې سرچینې له قوله ویلي چې په کابل کې په پیل شویو چاڼیزو عملیاتو کې شاوخوا ۴۰۰ ښځینه پولیسو هم برخه اخیستې ده او د ا.ا له ځواکونو سره یو ځای دا عملیات مخکې بیايي.
(2022 / 2 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کابل امنیه قومنداني وایي چې د دغې قومندانۍ اړوند د ۱۱ حوزې امنیتي ځواکونه په اړونده سیمه کې د خلکو او کابل ښاریانو، تجارانو او نورو هېوادوالو د لا ښه امنیت، ډاډ او ارامښت په خاطر د غلو، اختطافګرو، شریرو عناصرو او نورو مجرمنیو د نیولو او له منځه وړلو په موخه عملیات پیل کړي دي چې لا هم دوام لري.
خالد ځدراڼ له امنیتي ځواکونو سره په عملیاتو کې د برخه لرونکو ښځو عکسونه هم خپاره کړي دي خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
په ورته وخت کې کابل نیوز د یوې سرچینې له قوله ویلي چې په کابل کې په پیل شویو چاڼیزو عملیاتو کې شاوخوا ۴۰۰ ښځینه پولیسو هم برخه اخیستې ده او د ا.ا له ځواکونو سره یو ځای دا عملیات مخکې بیايي.






