کابل هوايي ډګر ته څېرمه لۀ الوتکې خلک لوېدلي

0
94

 کابل هوايي ډګر ته څېرمه لۀ الوتکې خلک لوېدلي

درې تنه له یوې امریکایي الوتکې لویدلي، چې د ټایرونو پر ځای کې پټ شوي و.

 

تېر ماسخوتن کابل طالبانو ته لۀ سپارلو وروسته ډېر شمېر خلکو د کابل پۀ هوايي ډګر هجوم ورووړ او هڅه یې کوله چې پرته لۀ ټیکټ او ویزې څخه الوتکو ته پورته شي.

ویل کېږي چې د خلکو د ګڼه ګوڼې لۀ امله ډېر شمېر خلک ټپیان او وژل شوي هم دي، تازه د یوې الوتکې د الوتو پر مهال معلومېږي هغه درې کسان چې د الوتکې پۀ ټیرونه کې پټ ؤ د الوتکې لۀ الوتنې وروسته ځمکې ته رالوېږي او خپل ژوند لۀ لاسه ورکوي.

همدا راز د ګڼې ګونې د مخنیوي او د خلکو د هجوم نۀ وروړلو پۀ موخه د کابل نړیوال هوايي ډګر مطبوعاتي ریاست د یوې اعلاميې پۀ خپرولو وویل چې د وضعت تر عادي کېدو پورې يې لۀ یاد ډګر څخه ټولې الوتنې لغوه کړي.

 

Leave a reply