د اوکراین پۀ اړه؛ امریکا د شپږ نیم میلیارده ډالره غوښتنه کړې

د اوکراین پۀ اړه؛ امریکا د شپږ نیم میلیارده ډالره غوښتنه کړې
سپينه ماڼۍ وايي دا پیسې به د بهرنیو چارو وزارت په واک کې ورکول کېږي او دوی به د اوکراین له حکومت سره د ناورین په مدیریت کې همکاري کوي. همدا راز ویل شوي چې د اوکراین خلکو ته باید ژر تر ژره بشردوستانه مرستې ورسول شي.
(2022 / 2 / 26 نېټه باغي ټلویزیون )
بشپړ راپور
د اوکراین په پلازمینه او شاوخوا کې لا هم د درنو جګړو راپورونه ورکول کېږي.
په سیمه کې خبریالان وایي چې ټوله شپه پر کیف د توغندیو بریدونه شوي دي او د ښار په بېلابېلو برخو کې د اوکرایني او روسي ځواکونو ترمنځ د جګړې غږونه اورېدل شوي.
له دې سره جوخت سپينې ماڼۍ له کانګریس د ۶،۵ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده څو د اوکراین بحران مدیریت کړي.