ټاکل شوې راتلونکې میاشت چین کې د افغانستان پۀ اړه غونډه ترسره شي

ټاکل شوې راتلونکې میاشت چین کې د افغانستان پۀ اړه غونډه ترسره شي
د سرچینې په خبره دغه راز ټاکل شوې چې د غونډې په څنګ کې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه هم وشي او په هغه کې به په سیمه ییزو پروژو کې د افغانستان پر ګډون خبرې کېږي.
(2022 / 2 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
راتلونکې میاشت په چین کې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو غونډه جوړېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په تازه څرګندونو کې ویلي، ټاکل شوې چې د افغانستان شپږ ګاونډي هېوادونه راتلونکې میاشت په چین کې سره کینې او په افغانستان کې د وروستی اقتصادي او بشري وضعیت په اړه خپلې څرګندونې ولري.
قریشي وایي په دې غونډه کې ایران، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، چین او په خپله پاکستان ګډون کوي. ځينو سرچینو رسنیو ته ویلي چې افغان لوري ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکول کېږي او دوی به هم خپلې خبرې ولري.
د سرچینې په خبره دغه راز ټاکل شوې چې د غونډې په څنګ کې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه هم وشي او په هغه کې به په سیمه ییزو پروژو کې د افغانستان پر ګډون خبرې کېږي.





