د پاکستان آيی ایس آیی مشر کابل ته رسیدلې

0
108

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د خفیه ادارۍ اینټرسروسز انټیلیجنس ، ډایریکټر جنرل ،لیفټننټ جنرل فیض حمید د افغانستان پایه تخت کابل ته رسیدلۍ، په کابل کښې به هغه د پاکستان سفارت او نور افغان چارواکو سره ګوري او د افغانستان د مهاجرو او په نور ستونزو خبرې اترې وکړي.

د جیو نیوز یو رپورټ مطابق فیض حمید به د پاکستان سفارت خانه کښې ذمه وارو مشرانو سره ملاقات کوي او د افغانان مها جرینو او د پاک افغان په پوله د سیکوریټي په حقله به ورسره بحث کوي.

د رپورټ مطابق هغه به د امارت اسلامی مشرانو سره هم د افغانستان په موجوده صورت حال ټینګار کوي. یاده دې وی چې فیض حمید هغه پاکستانۍ چارواکۍ دې چې په وړومبي ځل د افغانستان دوره کوي په داسې وخت کښې چې په افغانستان کښې په ډیرو سیمو د امارت اسلامی کنټرول لاس ته راغلې دې.

یاده دې وي چې د نړې هیوادونه دا مني چې پاکستان په دې علاقه کښې او د په افغانستان کښې د امن راوستلو لپاره ډیر کوششونه کړي او وس هم هم خپل کوششونه جاري ساتلي دي.

Leave a reply