پنځو ولایتونو کې د کار په بدل کې پر خلکو غنم ویشل کېږي
پنځو ولایتونو کې د کار په بدل کې پر خلکو غنم ویشل کېږي
د بغلان والي قاري بختیار معاذ چې د پلخمري له سیلو څخه ولایتونو ته د غنمو د لېږد بهیر د لیدو په موخه یادې سیلو ته ورغلی و، وویل چې دغه غنم به د کار په بدل کې په یادو ولایتونو کې پر خلکو ووېشل شي.
(2022 / 2 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په بغلان، بدخشان، تخار، سمنګان او کندوز ولایتونو کې پر خلکو د کار په بدل کې ۶۰۰۰ ټنه غنم وېشل کیږي.
د بغلان والي قاري بختیار معاذ چې د پلخمري له سیلو څخه ولایتونو ته د غنمو د لېږد بهیر د لیدو په موخه یادې سیلو ته ورغلی و، وویل چې دغه غنم به د کار په بدل کې په یادو ولایتونو کې پر خلکو ووېشل شي.
د ده د معلوماتو له مخې بدخشان ته ۱۳۸۴ ټنه، تخار ته ۱۳۸۵ ټنه سمنګانو ته ۵۵۵ ټنه او کندوز ته ۱۴۳۶ ټنه لېږدول کیږي او ۱۲۴۰ ټنه یې په بغلان کې د کار په بدل کې پر خلکو وېشل کیږي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه غنم هغو کسانو ته ورکول کیږي چې په ولسوالیو کې یې د کانالونو په پاکولو او یا هم په نورو برخو کې کار کړی وي.
د هغه په وینا د غنمو په بدل کې کار اړ خلک کوي او یاد غنم به په دې توګه اړو کسانو ته ورکړل شي او ورسره به په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې هم را ټيټې شي.