ا.ا شل کسان پر لوړو څوکیو پر دندو ګومارلي

ا.ا شل کسان پر لوړو څوکیو پر دندو ګومارلي
باغي ټلویزیون:
ا.ا په مرکز او ولایتونو کې د دوو مرستیال وزیرانو، څلورو والیانو او شپږو امنیه قوماندانانو په ګډون شل کسان پر لوړو څوکیو پر دندو ګومارل شوي دي.
دغه ټاکنې په دې ډول دي.
۱- د ننګرهار ولایت مخکنی والي مولوي محمد داوود مزمل د کورنیو چارو وزارت د لومړي معین په توګه.
۲- د زابل ولایت مخکنی مرستیال ملا عبدالخالق اخند د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو د همغږۍ د معین په توګه.
۳- د کانونو او پټرولیم وزارت مخکنی معین ملا محمد عیسی اخند د برېښنا شرکت د عمومي ريیس په توګه.
۴- د کندهار ولایت مخکنی امنیه قوماندان ملا عبدالغفار محمدي د ۲۰۵ البدر قول اردو د مرستیال په توګه.
۵- مولوي رحیم الله محمود د کندهار ولایت د امنیه قوماندان په توګه.
۶- مولوي عبیدالله د پروان ولایت د والي په توګه.
۷- مفتي محمد ادریس د پروان ولایت د مرستیال په توګه.
۸- مولوي عزیزالله د پروان ولایت د امنیه قوماندان په توګه.
۹ – قاري محمد نعیم د بغلان ولایت د امنیه قوماندان په توګه.
۱۰- قاري صاحب بریال د کاپیسا ولایت د والي په توګه؛
۱۱- مولوي ضیاءالحق د کاپيسا ولایت د امنیه قوماندان په توګه.
۱۲- شیخ ندا محمد د کابل ولایت د والي په توګه.
۱۳- مولوي محمد یونس مخلص د کابل ولایت د مرستیال په توګه.
۱۴- مولوي سعد د کابل ولایت د امنیت د امر په توګه.
۱۵- حاجي ګل محمد د ننګرهار ولایت د والي په توګه.
۱۶- مولوي رباني د ننګرهار ولایت د والي د مرستیال په توګه.
۱۷- مولوي قیام د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندان په توګه.
۱۸- قاري بدر د کندوز ولایت د امنیه قوماندان په توګه.
۱۹- شیخ زرمحمد نورستان د والي د مرستیال په توګه.
۲۰- سلیمان اغا د زابل ولایت د مرستیال والي په توګه ټاکل شوي دي.






