طالبانو وای داعش په ضد جنګ کولو لپاه ده یوه هیواد مدد ته اړتیا نه لری: انعامالله سمنګاني
باغي ټي وي رپورټ
د امارت اسلامی د فرهنګي کمسون یو غړي انعام الله سمنګاني یو بیان کښې ویلي چې دوی په افغانستان کښې د ترهګرې خلاف کاروایی کولو لپاره د یوه هیواد مرستې ته هم اړتیا نه لري.
د طلوع نیوز یو رپورټ مطابق سمنګاني وایی چې دوی تیار دې چې د ترهګرو خلاف کار وکړو او دوی د بل کوم هیواد مدد ته هیڅ اړتیا نه لري.دا بیان په داسې وخت کښې مخښې له راغلې چې د امریکې وزارت دفاع داسې اشاره ورکړې وه چې په افغانستان کښي به د داعش په ضد طالبانو سره مدد وکړي.
یاده دې وي چې د ۳۱ اګست نه وړاندې د کابل هوایی ډګر نه د فوځیانو د وتلو په دوران په ۲۶ اګست یو ځانمرګي برید کښې څم کم او زیات ۲۰۰ سوه کسان اووژل شول چې پکښې ۱۳ د امریکې فوځیان هم وو، ددې برید پړه داعش واخسته.
یاده دې وی د امریکې صدر بایډن څو ورځي وړاندې خبردارۍ ورکړې وو چې په کابل هوایی ډګر داعش ډله د برید پلان لري او خلق دې د هوایی ډګر دروازې مخښې ته نه راغونډیږي خو په ۲۶ اګسټ یو چاوندنه وشوه چې پکښې ګنړ شمیر افغانان وګړي اووژل شول او په ګنړ شمیر کښې ټپیان شول.