بایډن وايي روسیې سره د جګړې لپاره به اوکراین ته سرتیري ونه لېږم

بایډن وايي روسیې سره د جګړې لپاره به اوکراین ته سرتیري ونه لېږم
سره له دې چې د متحده ایالاتو په ګډون غربي هیوادونو په روسیې د سختو اقتصادي بندیزونو خبرداری ورکړی خو بایډن وویل چې امریکایي سرتیري به اوکراین ته د روسیې سره د جګړې لپاره ونه لیږي.
(2022 / 2 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا ولسمشر جوبایډن پر اوکراین د روسیې د برید په غبرګون کې وویل چې، پوتین تیری کوونکی دی.
د دې یرغل عواقب به به خپله پوتین او هیواد یې وګوري. بایډن وویل چې پر مسکو یې نوې تحریمونه او محدودیتونه وضع کړي چې د هغه په وینا په لنډ او اوږدمه مهال کې به د روسیې پر اقتصاد ناوړه اغېز ولري.
بایډن د جي اوه هېوادونو له مشرانو سره خپلو خبرو ته په اشارې وویل ټولو توافق وکړ چې د ډالر، یورو، پونډ او د جاپان د ین پر وړاندې د روسیې د معاملاتو وړتیا محدوده کړي.
بایډن وویل د ډیرو امریکایي سرتیرو او نظامي تجهیزاتو امر یې کړی او له دې سره به د روسیې د بریدو پر وړاندې په بالتیک کې له خپلو متحدینو استونیا، لتویا او لیتوانیا ملاتړ وشي. هغه وویل چې واشنګټن به په ټول ځواک سره د ناټو له ساحې دفاع وکړي.
اړوند موضوعات:
ټرمپ: پر اوکراین د برید مسوول جوبایډن دی
سره له دې چې د متحده ایالاتو په ګډون غربي هیوادونو په روسیې د سختو اقتصادي بندیزونو خبرداری ورکړی خو بایډن وویل چې امریکایي سرتیري به اوکراین ته د روسیې سره د جګړې لپاره ونه لیږي.






