وزیراعظم عمران خان او د روس اولس مشر پوټن ملاقات

0
143

باغی ټي وي رپورټ
په دې داسې وخت کې چې روس په یوکرین باندې برید کړي دې ، د پاکستان وزیراعظم عمران خان د روس،ماسکو په دوره لاړو او روسي چارواکو سره ی په مهمو موضوعاتو ټنګار وکړو.
پرون په ماسکو وزیراعظم عمران خان د روس اولس مشر ولادیمیر پوټن سره هم ولیدل.
د وزیراعظم عمران خان دفتر د دولتي ټویټر په پانړه یو ټویټ شوې دې، په ټویټ کې وایی چې لومړي وزیر په کریملین کې د ولسمشر ولادیمیر پوټن سره یوه مهمه غونډه وکړه.

په دې غونډه او لیدنه کې دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو او د دوه اړخیزو ګټو، د سیمه ایزو او نړیوالو مسلو په اړه پراخې مشورې او ټینګارو وکړو. وزیراعظم عمران خان په دې لنډو ورځو کې هم د روس ټیلی وژن سره په یو ځانګړې مرکه کې ویلي وو چې پاکستان غواړي چې روس د یوکرین سره شخړه د خبرو اترو په ذریعه هواره کړي خو له بده مرغه پرون د زیارت په ورځ د سحر په وخت کې د روس امنیتي ځواکونو په یوکرین برید وکړو، د یوکرین په پایه تخت کیف درانه توغندي اوغورزول شول، ویل کیږي چي په کیف کې درنه مالي او جاني زیان رسیدلې دې.

Leave a reply