زلنسکي اوکراینیانو ته: له هېواده د دفاع وخت را رسېدلی وسلې پورته کړئ

0
183

زلنسکي اوکراینیانو ته: له هېواده د دفاع وخت را رسېدلی وسلې پورته کړئ

نوموړي اوکراینیانو ته ویلي چې له هېواده د دفاع وخت را رسېدلی او هر هغه څوک چې د روسي یرغلګرو پر وړاندې جګړې ته تیار وي، هر ډول وسله چې غواړي یې په واک کې به ورکړل شي.

 

(2022 / 2 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي له خپلو ټولو هېوادوالو غوښتي چې د روسیې د یرغل پر ضد جګړې ته رامخکې شي.

نوموړي اوکراینیانو ته ویلي چې له هېواده د دفاع وخت را رسېدلی او هر هغه څوک چې د روسي یرغلګرو پر وړاندې جګړې ته تیار وي، هر ډول وسله چې غواړي یې په واک کې به ورکړل شي.

هغه ټینګار کړی دی چې که چېرته ټول اوکرایني وګړي وسله وغواړي هم ورته وبه یې رسوي. زلنسکي دغه راز له روسي وګړو هم غوښتي چې د جګړې ضد اعتراض وکړي.

 

Leave a reply