د وزیراعظم عمران خان د غربت او سماجي تحفظ لپاره ځانګړې مرستیالې په ضلع خیبر کې د احساس ون ونډو دفتر پرانسته کړې

نصیب شاه شینواري
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د غربت او سماجي تحفظ لپاره خاص مرستيالې سینیټر ثانيه نشتر نن د زیارت په ورځ د ضلع خیبر تحصیل جمرود احساس ون ونډو آفس دوره وکړه او په رسمی توګه ی ددې دفتر پرانسته هم وکړه.

تحصیل جمرود کې په اول ځل سینیټر ثانیه نشتر د جمرود احساس کفالت ون ونډو دفتر پرانسته وکړه.په دې موقع ډپټي کمشنر خیبر منصور ارشد او نور اعلی چارواکو هم موجود وو.
چارواکو سینیټر ثانیه نشتر ته ښه راغلاست ووایه او د ګلونو گلدسته ی هم ورته وړاندې کړه.
په دې موقع د وزیراعظم ځانګړې مرستیالې اوویل چې د احساس دفتر په جمرود کې د ون ونډو دفتر پرانیسته وشوه چې ددې سیمې وګړو ته اسانتیاو او سهولت ورکړې شی چې په اسانه طریقه د احساس پروګرام څخه ګټه پورته کړي.
مرستیالې اوویل چې د احساس د یوې کړکۍ د اسانتیا له مخې به اوس مستحق کسان د یو چت لاندې رجسټریشن وکولې شي او دوی به د حکومت دې پروګرام څخه ګټه پورته کړي.
هغې اوویل چې مونږ هڅه کوو چې د پاکستان په ټولو ضلعو کې د یوې کړکۍ دفترونه پرانیزو، هغې زیاته کړه چې زموږ هدف دا دی چې لس میلیونه ماشومانو سره مالي مرستې وکړو چې په دې هیواد کې د غربت مخه ونیول شي او ددې هیواد عام اولس ښه او خوشحال ژوند ولري.

سینیټر ثانیه نشتر اوویل چې د بې وزلو کورنيو ماشومانو ته له KG څخه تر دولسم ټولګي پورې وظیفې ورکول کېږي، هغې زیاته کړه چې په ټول هېواد کې زده کوونکو لپاره تعلیمي وظیفې ورکول پيل شوي دي.
هغې اوویل چې په پیل کې، د 20 ملیونو خلقو لپاره د راشن پروګرام پیل شوی دې.
د سینیټر ثانیه نشتر وینا وه چې وزیراعظم عمران خان دا لارښوونه او ارمان دې چې څومره ممکنه وي د بې وزلو خلکو سره مالي مرستې وشي، هغې زیاته کړه چې مونږ هڅه کوو چې د احساس پروګرام لاندې د خلکو سره مرستې وکړو، تر څو عام خلک د احساس پروګرام لاندې د پراخه پروګرام څخه ګټه پورته کړي.
سینیټر ثانیه نشتر اوویل چې حکومت لپاره لوی چیلنج دادې چې خلقو کې پوهه خپره کړو او دوی په دې خبر کړو چې ددې احساس پروګرام څخه اولس ګټه پورته کړي. ځایی مشرانو ، سماجي او د خیر ښیګړې تنظیمونو مشرانو او غړیو د حکومت ددې کار ستاینه وکړه چې په ضلع خیبر کې ی ون ونډو احساس پروګرام پرانسته وکړه. هغوی اوویل چې دلته په سیمه کې زیات خلق غریب دي او دوی به ددې پروګرام څخه دې ونډو دفتر په وجه ښه ګټه پورته کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载