ایران او افغانستان پر ګډې پانګونې بحثونه کړي دي

0
190

ایران او افغانستان پر ګډې پانګونې بحثونه کړي دي

ایراني چارواکو ویلي په دې لیدنه کې ایران او افغانستان په بېلو برخو کې پر ګډه پانګونه بحثونه کړي دي او دواړو لورو ټینګار کړی چې ژر تر ژره به په دې برخه کې لا ډېر بحثونه او اقدامات ترسره کېږي.

 

(2022 / 2 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایراني رسنۍ وايي چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن رضايي قمي په کابل کې د افغانستان د نوي حکومت له بېلابېلو چارواکو سره کتلي دي.

سرچینه وايي چې په دې لیدنه کې تر ډېره د دواړو هېوادونو پر ديپلوماتیکو اړیکو او همدا راز اقتصادي همکاریو خبرې شوې دي.

ایراني چارواکو ویلي په دې لیدنه کې ایران او افغانستان په بېلو برخو کې پر ګډه پانګونه بحثونه کړي دي او دواړو لورو ټینګار کړی چې ژر تر ژره به په دې برخه کې لا ډېر بحثونه او اقدامات ترسره کېږي.

ایراني لوری وایي دوی له افغانستان سره په بېلو برخو کې د پراخو اړیکو غوښتونکي دي او تمه لري چې وکړی شي په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

Leave a reply