افغانستان سره د هند بشري مرستې، د هند غنمو څخه ډک ۴۱ افغان ټرکونو ضلع چکوال ته رارسیدلي دي

0
97

نصیب شاه شینواري
د هند د بشري مرستې(غنمو) څخه ډک ۴۱ افغان ټرکونو د واهګه بارډ څخه راروان شوي دي، سرچینو رستیو ته تاید کړې چې دا ټرکونو وس په ضلع چکوال کې دي.
سرچینې وایی چې دا افغان ټرکونه وس په ضلع چکوال کې دي او د افغانستان په لور ی سفر ته دوام ورکړې دې.

د یادونې ده چې د هند د ۵۰ زره ټنه غنم د پاکستان په لار افغانستان ته د لیږلو اجازت پاکستان حکومت ورکړې دې او د بشري مرستې به د واهګه بارډر څخه د پاکستان د پنجاب او خیبر پښتونخوا په لار پاک افغان پوله تورخم ته ورسوی چي بیا به افغانستان ته ولیږل شي.
په تورخم کې پښتو باغي ټي ته ویلي دي چې سبا به دا افغان ټرکونه تورخم ته را ورسي چې بیا د ضروري کاغذي چارو څخه پس به افغانستان ته د تلو اجازت ورکړل شي.

دا خبره هم د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې په پاک افغان پوله تورخم دا ۴۱ افغان ټرکونو د افغانستان څخه پاکستان ته را داخل شوي، دلته په پوله امینتي ځواکونو او د پاکستان کسټم ډیپارټمنټ اهلکارو ددې ټرکونو په ښه توګه پلټنې وکړي چې بیا کومه امنیتي ستونزه راپیښه نه شي او د پلټنو څخه پس ی دې افغان ټرکونو ته د واهګه بارډ په لور د سفر کولو اجازت ورکړو.
د یادونې ده چې د نړۍ هیوادونو او نور بشري مرستو سازمانونو په دې موجوده حالت کې د افغانستان سره د بشري مرستو په اړه پاکستان رول ستاینه کړه دي.
په کابل کې د پاکستان سفارت عمله د ۱۵ اګست کال ۲۰۲۱ څخه مشغوله ده او افغانستان سره د بشري مرستو په رسولو او دې هیواد څخه د بهرني هیوادونو د وګړو په اړ کې ی بشپړه مرستې ترسره کړي او دې مرستو ته ی وس هم دوام ورکړې دې.

Leave a reply