امنیتي ځواکونو دوه ترهګر وژلي دي

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو په ضد عملیات کړي دي، په عملیاتو کې دوه ترهګر وژل شوي دي.
د پاکستان فوځ د عامو اړيكو څانګې (آئي اېس پي آر) په یو بیان کې ویلي دي چې د ډېره اسماعيل خان په كلاچي تحصيل كښې د ترهه ګرو د موجودګۍ په اطلاع امنيتي ځواكونو عمليات وکړل.
د آي ایس پی آر بیان مطابق د سختو ډزو په تبادله كښې دوه ترهه ګر ووژلې شوي
د بیان مطابق د وژل شوو کسانو پیژندګولو د فضل الرحمان او د مهران په نوم شوې دې.
د اې پي پي بیان مطابق د ترهه ګرو څخه وسله او چاودېدونكي توكي هم برآمد شوي چې پكښې زياتره مشين ګنز٬لاسي بمونه او ګڼ شمېر كارتوس شامل دي۔
د آیی ایس پی بیان زیاتوی چې وژلې شوي ترهه ګر د امنيتي ځواكونو په ضد د ترهه ګرۍ په كاروائيو٬ټارګټ كلنګ او تښتونې په وارداتونو کې ی لاس لرلو.
ځایی اولس دا امنیتي ځواکونو د ترهګرو په ضد عملیات ستایلي دي .





