هند هیڅ کله هم په افغانستان کې امن نه غواړي، هند په افغانستان کې بدامني او جنګ غواړي: برېګېډيئر(ر)محمود شاه

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان یو دفاعي تجزيه كار برېګېډيئر(ر)محمود شاه په یو بیان کې ویلي دي چې هند کله هم په افغانستان کې د امن راوستلو خبره نه کوی او نه هند په افغانستان کې امن او خوشحالي غواړي.
نوموړي ویلی دي چې هند تل په افغانستان كښې د سپائلر كردار ترسره كړے دې او هغه چرته غواړي چې په افغانستان كښې امن وي۔
نوموړي تیره ورځ پي ټي وي سره په خبرو اترو کې اوویل چې د افغانستان څخه د امريكې په انخلا هند د شرمندګۍ سره مخ شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د 20 كلونو راهسې افغان خاوره د پاكستان په ضد وکارول شه او ځكه هغوي نه غواړي چې په افغانستان كښې امن راشي.
نوموړي اوویل چې هند ته ښه معلومه ده ده چې په افغانستان كښې امن د پاكستان په ګټه او ترقي کې دې نو دې لپاره هند نه غواړي چې په افغانستان کې امن او څوکالي راشي.
نوموړی د يوې پوښتنې په ځواب كښې اوویل چې د وزيراعظم عمران خان د روس دوره ډیر د اهمیت او پام وړ ده.






