د روس او یوکرین ترمینځ د جنګ خطره ورځ په ورځ زیاتیږي

0
85

باغی ټي وي رپورټ
د روس او یوکرین ترمینځ د هرې په ورځ تر ورځ تاو تریخوالۍ په زیاتیدو دې او دا دواړه هیوادونه د د جګړې خوا ته روان دي او د دواړو هیوادونو ترمنځ حالات نور هم د خرابیدو په لور روان دي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق روسیې نن له یو کرین څخه د خپلو سفارتي کارکوونکو د ایستلو لړۍ پیل کړه، په داسې حال کې چې یوکرین هم خپلو وګړو ته له روسیې د وتلو لارښونه کړې، چې په وینا یې دواړه هېوادونه جګړې ته تیاری نیسي.
د رپورټ مطابق روس بې له شکه د دفاعي توان له پلوه له یوکرين څخه ډېره پياوړې دې او یوکرين په دې ښه پوهيږي، که څه هم ښايي د لويديځو،مغربي هېوادونو او امريکا ملاتړ به یوکرین سره وي.
د روسیې او یوکرین د پوځیانو شمېر او دفاعي تجهیزاتو ته له نږدې کتنه دا په ډاګه کوي چې روسیه له یوکرین سره هیڅ ډول سیالي نه جوړیږي.
د ټولو پوځیانو د شمېر له پلوه، روسیه لا هم پر اوکراین لویه ګټه لري.
د روسیې د پوځیانو ټولټال شمېر ۲.۹ میلیونه دی، په داسې حال کې چې یوکرین شاوخوا ۱.۱ میلیونه پوځیان لری.

Leave a reply